هندي کشمیر کې پر تازه اقداماتو د پاکستان غبرګون

د هند د حکومت له لوري په هندي کشمیر کې پر تازه اقداماتو پاکستان سخت غبرګون ښودلی او ویلي دي، چې د کشمیریانو کلک ملاتړ او خپل مسؤلیت ادا کولو ته چمتو دی.

پاکستاني رسنۍ وایي، د جنرال قمر باجوه په مشرۍ د پاکستان پوځي جنرالانو غونډه کړې ده او د هند له لوري یې په یاده سیمه کې وروستي اقدامات غندلي دي.

نوموړي یادې غونډې ته په خبرو کې ویلي، د پاکستان پوځ په خپل ټول قوت د کشمیریانو ملاتړ کوي او پاکستان د خپل مسوولیت ادا کولو ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده چې هند تر خپل واک لاندې کشمیر کې هغه مادې لغوه کړي دي چې له مخې یې دې سیمه کې مېشتو وګړو ته نیمه ازادي ورکول کېده.