د هندوستان په بنګلور کې یو شمیر خلکو د سني لیون عکسونه سوځولي او د هغې په ضد يې مظاهره کړې.
د بنګلور په کرناټک کې د نوي کال په ویاړ مراسمو کې سني لیون خپل پروګرام نندارې ته وړاندې کړی.
د کرناټک خلکو د سني لیون په لباس انتقاد کړی او هغه يې د خپل کلتور تخریبوونکی بللی.
اعتراض کوونکي وايي، چې سني لیون دې د مراسمو پر مهال یا هندي ساري واغوندي او یا به يې دې ووژني.
سني لیون په هندي سینما کې هغه نوم دي، چې همیشه شوخې او نیمه بربنډې جامې اغوندې.