هندیان عامر خان ته غوسه دي؛ وايي هند دې پرېږدي پاکستان ته دې لاړ شي

په هند کې مخکښ ستوري عامر خان Aamir Khan باندې نیوکې کېږي او هغه ته ویل کېږي، چې پاکستان ته دې لاړ شي، ځکه چې نوموړي په دې وروستیو کې په خپلې یوې مرکه کې ويلي دي، چې هندیان زغم نه لري.

کله چې د ممبۍ د چارواکو له لوري د کنګنا رنوټ دفتر ویجاړ کړل شو، کنګنا په یوه ټوېټ کې د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه ته په خطاب کې لیکلي وو، چې زه په ممبۍ کې ډارېږم، هماغه و چې امیت شاه د کنګنا د امنیت لپاره هغې ته د وای کټګوري ساتونکي ورکړي وو.

په زړه پورې خبره خو داده، چې کله عامر خان په خپله مرکه کې ویلي وو، چې په ممبۍ کې د خلکو په منځ کې د زغم د نشتون له امله زما مېرمن کرن راو ډارېږي؛ نو د هند واکمن ګوند د عامر خان مېرمنې ته ویلي وو، چې هند دې پرېږدي او پاکستان ته دې لاړه شي.