هندی فلم (RRR) په ۱۰ ژبو کې خپرېږي

د تیلګو سینما له خوا جوړ شوی فلم (ار ار ار) چې یو لوی بجټ فلم دی، ویل کېږي چې په ۱۰ هندي او نړیوالو ژبو کې په انلاین بڼه باندې خپور شي.

په دې فلم کې Jr. NTR، رام چرن، اجی دېوګن او عالیه بټ مرکزي کردارونه لوبولي دي، چې ډایریکټر يې ایس ایس راجا مولي دی.

د دې فلم انلاین او ډیجیټل حقونه خرڅ شوي دي، چې اوس په تازه اعلان کې به دا فلم د هندي ژبو پرته په نورو نړیوالو ژبو کې هم په ټوله نړۍ کې خپور شي.

د دې فلم ډیجیټل حقونه Zee5 او نیټفلیکس اخیستي دي، چې په دواړو وېبپاڼو کې به دا فلم په بېلا بېلو ژبو کې مینه والو ته خپور شي. دا فلم په هندي، تیلګو، تامل، ملیالم، کناډا، انګلیسي، پرتګالۍ، کوریايي، ترکۍ او سپینش ژبو کې خپرېږي.

د یادولو وړ ده چې دې فلم ته فلم کتونکي ډېر په تمه دي، ځکه نه یوازې دا چې مشهورو اداکارانو پکې کار کړی دی، بلکې د فلم څخه د خلکو ډېر هيلې دي.

کاپي…