د سويلي هند فلمونو اداکاره او د کناډا ژبې د بيګ باس برخوالې چترا کوټور په خپل کور کې د تشناب وينځلو تېزاب څښلي او د ځانوژنې هڅه يې کړې ده.
د معلوماتو له مخې، اداکاره ژر تر ژره نږدې روغتون ته رسول شوې ده، چې اوس يې حالت ښه دى او د خطر له حالت څخه بهر ده.
د هغې په اړه ويل کېږي، چې د ځانوژنې هڅه يې د واده د ستونزو له امله کړې ده.
څو ورځې وړاندې چترا کوټور د يو سوداګر ناګرجونا سره واده کړى و، چې د واده عکسونه او ويډيوګانې يې په ټولنيزو رسنيو کې هم خپرې کړې وې.
د دواړو واده د دوى د کورنۍ په خوښه شوى و، خو پوليس وايي، چې د واده وروسته يې په کور کې شخړې پيل شوې دي او د ناګرجونا کورنۍ د دې واده له منلو څخه انکار کړى دى.
د چترا کوټور د خپلې خسرګنۍ کور ته له تګ سره سم شخړې جوړې شوې وې او له همدې امله هغه دې ته مجبوره شوه چې د خپل ځان د ختمولو هڅه وکړي.
کاپي…