د هند ایرانډ یا د دولتي شرکت یوې الوتکې د بم شتون له رپوټ وروسته د برتانیا په سټن سټید هوايي ډګر کې ناسته کړي.
دغه الوتکه د هند له ممبۍ ښاره د امریکا متحدو ایالتونو نیویارک ته پر لاره وه.
ایر انډیا هوايي شرکت لومړی په ټویټر پېغام کې الوتکه کې د بم د شتوالي خبر ورکړ؛ خو وروسته یې پېغام لېري کړ.
د شرکت یوه چارواکي رویټرز خبرې اژانس ته ویلي چې په الوتکه کې د بم خبر غولوونکي اوازه وه.