د هندوستان د هرینا ایالات ۲۱ کلنې پیغلې، منوشي چاهیلر د ۲۰۱۷ کال د نړۍ د ښکلا د ملکې تاج په سر کړ.
دا ټیک ۱۷ کاله وروسته، چې پرینکا چوپړا د ښکلا ملکه اعلان شوې وه، یو ځل بیا هندۍ جلۍ د نړۍ ښایسته پیغله ګڼل کیږي.
پرینکا چوپړا چې د بالیووډ وتلې ستورې ده، په ۲۰۰۰ م کال کې يې د نړۍ د ښکلا د ملکې تاج په سر کړ.
سږ کال د نړۍ د ښکلا د ملکې تاج په سرولو لپاره د نړۍ د ۱۰۸ هیوادونو نجونو سره سیالي کوله. په پینځو نهايي شو کسانو له منوشي (هندوستان) سربیره، انګلستان، فرانسې، کینیا او مکسیکو هم وه.
منوشي د هندوستان د یو ډاکتر لور ده او دې خپله هم د لسانس تر کچې زده کړې په جراحي طب کې کړي دي.
دا د هندوستان ۶ مه جلۍ ده، چې د ښکلا د ملکې تاج ور په سر کیږي.