د هندوستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د څلورمې ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ انګلستان لوبډله په ۲۴۶ منډو وسوځېده.
هندوستان لوبډلې ۱۹ منډې جوړې کړي او کومه ویکټ یې نه ده سوځېدلې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ په ترسره شویو درې لوبو کې یې دوه انګلستان او یوه هندوستان لوبډلې ګټلې ده.
په دې روانه لوبه کې به هندوستان لوبډله هڅه کوي، چې د لوبې په ګټلو سره سیریز مساوي کړي، خو انګلستان لوبډله د ګټې کوشش په دې کوي، چې روان سیریز په خپل نوم کړي.
نصرت الله عمرزی