هند بنګلدیش ته له سختې لوبې وروسته ماتې ورکړه او د اسیا جام اتلولي يې خپله کړه

د ۲۰۱۸م اسیا جام سیالۍ پایلوبه د بنګلدیش او هند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې له هیجاني او زړه بوږنونکې لوبې وروسته هند په وروستي اور کې په وروستي توپ بنګلدیش لوبډلې ته ماتې ورکړه او د یاد جام اتلولي يې خپله کړه.

دا اووم وار شو چې هند لوبډله د اسیا جام سیالیو اتلولي خپلوي، له دې وړاندې په ۲۰۱۶م کال کې چې د اسیا جام په شل اوریزو فارمیټ کې ترسره شو هم هند لوبډلې بنګلدیش لوبډلې ته په ماتې ورکولو اتلولي خپله کړې وه، بنګلدیش لوبډلې د درېیم وار لپاره په پایلوبه کې ماتې وخوړه.

بنګلدیش لوبډلې په اسیا جام سیالیو کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د ملیونونو مینوالو زړونه یې وګټل، خو بدبختانه د تېر په څېر یو وار بیا د اتلولۍ په خپلولو کې بریالي نه شول.

په ننۍ لوبه کې د بنګلدیش مستفیض الرحمن، مشرفي مرتضی او ربي الحسین په زړه پورې توپ اچونې د هند لوبډله له سختو ستونزو سره مخ کړې وه، خو کیدر جادو (که څه هم سخت ټپي و) په مرسته په وروستي اور کې وتوانېدل بریا خپله کړي.

هند لوبډلې ته په وروستي دوه اورونو کې د ۹ منډو اړتیا وه چې ۳ ویکټې یې هم درلودې، مستفیض الرحمن په زړه پورې اور وکړ، یوازې ۳ منډې یې ورکړې او ویکټه یې هم واخیسته چې پر هند لوبډله یې فشار لوړ کړ، خو په وروستي اور کې د ۶ منډو په دفاع کې محمد الله ناکام شو او هند لوبډلې په وروستي توپ بریا خپله کړه.

په یاده لوبه کې پچه د هند لوبډلې وګټله خو لومړی یې بنګلدیش ته د توپوهنې بلنه ورکړه، د بنګلدیش لوبډلې اوپنرانو په زړه پورې ملګرتیا وکړه، په لومړي سر کې داسې بریښېده چې هند ته به د درې سوو منډو هدف وټاکي خو وروسته یې توپوهونکي ناکام شول او یوازې ۲۲۳ منډې هدف یې وټاکه، ددوی لخوا لیټن ډاس په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۱۲۱ منډې يې جوړې کړې.

په ځواب کې د هند لوبډلې ښه پېل وکړ خو پرلپسې ویکټې یې له لاسه ورکړې، د کیدر جادو ټپي کېدل او د مستفیض په زړه پورې توپ اچونې هند لوبډلې ته ټاکلی هدف سخت کړ، خو په وروستي اور کې په وروستي توپ وتوانېدل لوبه وګټي، د بنګلدیش لخوا مستفیض او ربي الحسین ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د هند لوبډلې لخوا روهیټ شرما ۴۸، دینیش کارتیک ۳۷ او ایم ایس دهوني ۳۶ منډې جوړې کړې، د لوبې غوره لوبغاړی لیټن ډاس او د اسیا جام لړۍ غوره لوبغاړی شیکر دهاون وټاکل شو.

د یادونې وړ ده چې د اسیا جام سیالۍ د افغانستان په ګډون د شپږ (پاکستان، هانګ کانګ، بنګلدیش، سرېلنکا، افغانستان او هند) لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې افغانستان او بنګلدیش لوبډلو په زړه پورې سیالۍ ترسره کړې او سترې لوبډلې یې له ستونزو سره مخ کړې، خو په پای کې هند لوبډله وتوانېده اتلولي خپله کړي.

نن.اسیا