دوی زیاته کړې، د پاکستان په همکارۍ داعش او لشکر طیبه غواړي چې په افغانستان کې د هند اړوند ادارو باندې بمي بریدونه وکړي.
د هند د رسنیو د راپونو له مخې، د پاکستان استخباراتو (آی ایس آی) لشکر طیبې او داعش ډلو ته ماموریت ورسپارلی، چې افغانستان کې د هند په نماینده ګیو بمي بریدونه ترسره کړي.
د هند استخبارتي اداره وایي، د دغو بریدونو همغږي او طراحي د پاکستان اړوند لاهور اوسېدونکي سیف الله ته سپارل شوې او د دغو بریدونو لپاره پنځه تنه نور هم روزل شوي دي.
هندي رسنیو په خپلو راپورونو کې لیکلي، چې تر دې وړاندې د جیش محمد ډلې هم له طالبانو سره په همکارۍ په ۲۰۰۸ کال په کابل کې د هند د سفارت مخې ته ورته برید کړی و، چې ۴۰ تنه یې وژلي وو.
په افغانستان کې د هند د شته اندېښنو په اړه تر اوسه افغان حکومت په رسمي توګه څه نه دي ویلي.