خبرونه وايي، چې۱۵۰ کاله وروسته هندوستان په دې وتوانيده چې له انګلستان نه مخکې شي او د نړۍ پينځم لوی اقتصادي هیواد شي.
په اقتصادي لحاظ، د هند دا پرمختګ تر اټکل خورا ډير مخکې راڅرګند شو.
د اقتصاد او تجارت د تحقیق مرکز د وړاندوینې له مخې هند باید دې ځای ته ۲۰۲۰ کال کې رسیدلی وی؛ خو هند دادې تر وړاندوینې ۳ کاله مخکې د نړۍ پینځم ستر هیواد شو.
د اقتصاد پوهان وايي، چې په تیرو ۲۵ کالونو کې په اقتصاد کې د هند پرمخګتونه او اصلاحات ددې لامل شوه، چې د نړۍ له یو پرمختللي هیواد انګلستان څخه مخکې شي.
دوهم ددليل يې په تيرو ۱۲ مياشتو کې په بازارونو کې د پونډ د ارزښت راټیټدل ښودل شوي.
اوس هندوستان له امريکا، چين، جاپان او جرمني وروسته د نړۍ ستر اقتصادي هیواد دی!