هند له نیوزیلېنډ څخه د سوپر اوور په ګټلو سره سیریز هم وګاټه

د نیوزیلېنډ په کوربتوب له هند سره د پنځه شل اوریزو کرکټ لوبو په لړ کې درېیمه لوبه هم هند وګټله او لوبلړۍ یې درې د صفر پر وړاندې مخته یوړه.

هندۍ کرکټ لوبډلې لومړی د ۵ وېکټو په لوېدو سره د روهېټ شرما د ۶۵ منډو په مرسته ۱۷۹ منډې وکړې او نیوزیلېنډ ته یې ۱۸۰ منډې هدف ورکړ.

نیوزیلېنډ هم د لوبډلمشر کېن ویلېمسن د ۹۵ منډو په مرسته ۱۷۹ منډې وکړې او لوبه سوپر اوور ته ووته.

سوپر اوور کې کېن ویلیمسن او مارټېن ګوپټېل د درې بونډریانو په لوبولو سره ۱۷ منډې وکړې او هندۍ کرکټ لوبډلې ته یې ۱۸ منډې هدف ورکړ.

د هند لپاره د سوپر اوور توپ اچونه جسپرېت بومرا وکړه.

د هندۍ کرکټ لوبډلې لپاره روهېټ شرما او کې ایل راهول د درې بونډریانو په مرسته لوبه وګټله او نیوزیلېنډ ته یې په سوپر اوور کې ماته ورکړه.

د نیوزیلېنډ لپاره سوپر اوور ټېم سوتي ترسره کړ، چې ۱۸ منډې ترې پوره شوې.

د لوبې غوره لوبغاړی روهېټ شرما ونومول شو، هغه په سوپر اوور کې په وروستیو دوو توپونو دوه پرله پسې شپږیزې ووهلې او لوبلړۍ هند درې د صفر پر وړاندې وګټله.

هند او نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې پنځه شل اوریزې لوبې لري، چې لومړۍ درې واړه لوبې هند وګټلې او څلورمه شل اوریزه کرکټ لوبه د جمعې په ورځ د جنوري په ۳۱ مه نېټه په وېلېنګټن سیمه کې ترسره کوي.