هند له نیو زېلېنډ سره لوب لړۍ یو- یو مساوي کړه

هندوستان کرکټ ملي لوبډلې نیو زېلېنډ ته په دویمه شل اوریزه لوبه کې په ۷ ویکټو ماتې ورکړه او لوب لړۍ یې یو په یو مساوي کړه.

دې لوبه کې نیو زیلینډ هند ته د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۹ منډو هدف ورکړ.

هند لوبډلې ۱۹م اور کې د درې لوبغاړو په زیان سره هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې وګټله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ فاینل لوبه به د یکشنبې په ورځ ترسره شي.

خبریال : نصرت الله عمرزی