د هندوستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دویمه ټېسټ لوبه کې هند لوبډله خپل لومړي وار توپ وهنه کې ښه ونه ځلېده او ټوله لوبډله یې د جیمز اندرسن د ښې توپ اچونې له امله په ۱۰۷ منډو وسوځېده.
اندرسن د هند ۵ لوبغاړي وسوځول.
انګلستان لوبډلې تر دې دمه د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۵۷ منډې جوړې کړي دي.
کریس ووکیس په ۱۲۰ او سیم کرن په ۲۲ منډو ولاړ دی.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه یې انګلستان لوبډلې ګټلې وه.
خبریال: نصرت الله عمرزی