هند لوبډلې د نولسو کلنو نړیوال جام پایلوبه کې انګلستان ته د څلورو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او دغه جام یې په خپل نوم کړ

د نولس کلنو نړیوال جام پایلوبه کې هند لوبډلې د انګلستان ۱۹۰ منډې هدف په ۴۹م اور کې د شپږ ویکټو په سوځېدلو بشپړ کړ.

په پایلوبه کې انګلستان لومړی توپ وهنه وکړه او هند ته یې د په ټاکلو پنځوس اورونو کې ۱۹۰ منډې هدف وټاکه. ددوی له لوري جیمز روی ۹۵ زیاتې منډې وکړې. د هند له لوري په توپ اچونه کې راج بوا ۵ او روي کمار ۴ ویکټې واخیستې.