هند: نوي ډهلي کې اورلګېدنې ۳۵ تنه وژلي

د هندي رسنیو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سهار د هند پلازمېنه نوي ډهلي په فیلمیستان سیمه کې په یو سوداګریز مرکز کې اورلګېدنه رامنځته شوې.

سرچینې وايي، په یاده پېښه کې ۳۵ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. د اور وژنې ډله په ځنډ سیمې ته رسېدلې ده خو د اور د پراختیا مخه یې نیولې ده. تر دې مهاله اورلګېدنه علت نه دی په داګه شوی خو په اړه یې پلټنې روانې دي. هندي پولیس وایي، چې له پلټنې وروسته به د اورلګېدنې په اړه معلومات شریک کړي.