هند نړیوال جام ته خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه

هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د راتلونکي ۵۰ اوریز نړیوال جام لپاره خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوې لوبډله کې لوبډلمشر ویرات کوهلي، رهیت شرما، شکرداون، کی اېل راهول، ام ایس ډوني ویکټ کېپر، کېدر جدف، هاردیک پنډیا، شنکر، کولدیف یادف، چهل، جسپریټ بومرا، بونیشور کومار، محمد شمي، راویندرا جدیجا او دینش کارتیک شامل دي.

له دې وړاندې استرالیا او نیوزېلېنډ هم خپلې لوبډلې د نړیوال جام لپاره اعلان کړې دي.

د افغانستان ۲۳ لوبغاړي سویلي افریقا کې په تمریناتو بوخت دي او ډېر ژر به خپله لوبډله اعلان کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا د روانې اپریل میاشتې تر ۱۸مې نېټې وخت ورکړی، چې نړیوال جام کې شامل هېوادونه باید خپل لوبغاړي په ډاګه کړي.

نړیوال ۵۰ اوریز جام د راتلونکې مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه پیلیږي او د جولای تر ۱۴مې دوام کوي.

خبریال: نصرت الله عمرزی