هند وایي، په افغانستان باندې حمله کول په هند د حملې په څېر دي

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي د پاکستان له خوا د افغانستان په ختیځ کې د ترهګریزو راکټي بریدونو په هکله د افغان ولسمشر اشرف غني د یوه یادښت په ځواب کې ویلي چې په افغانستان باندې هر ډول حمله داسې ګڼل کیږي لکه په هند باندې چې شوې وي.

د ښاغلي مودي د دغه ځواب په هکله د پاکستان جنګ ورځپاڼې نن /د فبروري ۲۲مه/ د یوه هندي تلوېزیون په حواله چې نوم یې نه دی اخیستی لیکل کړي دي.

د پاکستان جنګ ورځپاڼه لیکي چې په ډيلي کې د افغانستان سفیر شیدا احمد ابدالي په یوه ناڅاپي ملاقات کې لومړي وزیر مودي ته د افغان ولسمشر یادښت رسولی چې پاکستاني ځواکونه د افغانستان په ختیځ کې ملکي خلک په نښه کوي او له سیمو څخه اېستلو ته یې مجبور کړي دي او په مقابل کې ښاغلي مودي د هر ډول ملاتړ ژمنه ورکړې ده.

پاکستانۍ جنګ ورځپاڼې د دغه هېواد د نورو رسنیو په څېر چې د پاکستان د استخباراتي ادارې تر نظارت لاندې کار کوي په افغانستان باندې د پاکستاني ملېشو او پوځیانو راکټي بریدونو ته د ترهګرو د ځپلو نوم ورکړی دې.