هند وایې، که پاکستان دترهګرو له ملاتړه لاس واخلي مونږ یې له منزويتوب لاس اخلو

د هند لومړی وزیر وايې د پاکستان د منزوې کېدو په هڅه کې نه دی، خو که چیرې دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي. لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي دواړو هېوادونو تر منځ د دښمنۍ په ځای پکار ده د فقر او بیوزلۍ لپاره کار وکړي. د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په داسې حال کې د پاکستان د نه منزوې کولو خبره کوي چې په دا وروستیو کې کشمیر سره په ګډه پوله تاو تریخوالی زیات شوی دی. لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي پکار ده دواړه هیوادونه د دښمنۍ په ځای د فقر او بیوزلۍ له منځه وړلو لپاره کار وکړي.

دواړو هیوادونو ته پکار ده چې د فقر او بیوزلۍ سره مبارزه وکړي، زه په ځانګړي ډول د پاکستان خلکو باندې غږ کوم چې بیوزلۍ اوفقر سره وجنګیږئ) د تریبیون ورځپاڼې د نریندرا مودي له قوله ویلي چې د هند بهرنی سیاست د یو ځانګړي هېواد سره د اړیکو پر اساس نه دی بلکې د ټولې نړۍ له هېوادونو سره د یو تعامل له مخې تنظیم شوی دی. نوموړي که څه په ښکاره د کوم هېواد نوم وا نه خیست خو ظاهرا یې اشاره پاکستان ته وه زیاته کړه هر هغه هیواد چې ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ریښتیني ګامونه پورته کړي هند به یې هر کلی وکړي. د هند لومړی وزیر په داسې حال کې دا څرګندونې کوی چې په ۲۰۱۶ کال په هندي کشمیر کې د سرتیرو په یو مرکز د ترهګرو تر برید وروسته یې هوډ وکړ چې پاکستان به په نړۍ کې له منزوې سره مخ کوي.