هند: ټولې ښکېلې خواوې باید د افغان سولې په مذاکراتو کې ګډې شي

د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې ټولې ښکېلې غاړې دې د سولې په مذاکراتو ګډ شي په ځانګړي توګه د افغانستان منتخب حکومت باید د سولې په مذاکراتو کې شریک وه اوسي.

د یاد وزارت ویاند راویش کومار ویلي، هغه خبرې پایلې ته رسېدلی شي، چې ښکېل اړخونه یې اساسي قانون او نورو قانوني واکونو ته درناوی ولري.

د راویش کومار په وینا افغانستان یو منتخب او قانوني حکومت لري چې باید د سولې په ټولو اړ خو نو او فعالیتونو کې حاضر وي.

نوموړي کومار داهم زیاته کړه چې هند هم د هغو مذاکراتو او خبرو ملاتړ کوي چې د افغانانو په خوښه او مالکیت مخ ته لاړې شي.

تر دې وړاندې څو ورځې مخکې د هند د بهرنیو چارو وزیر هم ورته څرګندونې کړې وې او په خبره یې یوازې د هغو خبرو هرکلی کوي، چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته ځي.