هند په آسیا کې جرمني ته ځانګړی اهمیت لري

دغه څرګندونې د جرمني ولسمشر هند ته د خپل پینځه ورځیني سفر کې کړي دي.

ټاکل شوې د دواړو هیوادونو تر منځ یو لړ هوکړې هم لاسلیک شي.

جرمني وايي غواړي له هند سره د دولتونو په کچه اړیکې پیاوړي کړي.

د جرمني ولسمشر فرانک والتر شتاینمایر په پینځه ورځیني سفر نوي ډیلي ته رسیدلی دی.

د نوي ډیلي په هوايي ډګر کې د نوموړي تود هر کلی شوی او ټاکل شوې د دواړو هیوادونو تر منځ په مختلفو برخو کې یو لړ هوکړې هم لاسلیک شي.

نوموړي د نوي ډیلي په یو پوهنتون کې له هند څخه وغوښتل چې له جرمني سره نیږدې اړیکې لا پیاوړي کړي.

شتاینمایر هند په اوسنۍ نړۍ کې له اهمیته ډک هیواد یاد کړ.

د ده په باور دواړه هیوادونه به د یو بل له تجربو ډېر څه زده کړي.

ټاکل شوې د جرمني ولسمشر خپل هندي سیال او نورو چاروکو سره هم وویني.

خبریال : جمشیدملکزی