د هندوستان او استرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په روانو پنځه یو ورځنیو سیالیو کې درېیمه لوبه استرالیا لوبډلې وګټله.
استرالیا لوبډلې په دې لوبه کې لومړی توپ وهنه وکړه او د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره یې په پوره ۵۰ اورونو کې هند لوبډلې ته د ۳۱۴ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې خواجه د ۱۰۴ او آرون فنچ د ۹۳ منډو په جوړولو سره ښه وځلېدل.
مقابل کې یې که څه هم د هند لپاره لوبډلمشر ویرات کوهلي ښه توپ وهنه وکړه، خو نور لوبغاړي یې ښه ونه ځلېدل؛ ۴۹م اور کې یې ټول لوبغاړي په ۲۸۱ منډو اوټ شول او لوبه یې د ۳۲ منډو په توپیر وبایلله.
توپ وهنه کې ویرات کوهلي ۱۲۳ منډې وکړې.
په ۲۲۵ یو ورځنیو لوبو کې دا د کوهلي ۴۱مه سلیزه وه.
استرالیا ته توپ اچونه کې کومینز، ریچاردسن او زیمپا درې درې ویکټې واخیستې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ دوه لوبې هند لوبډلې ګټلې وې.
ټاکل شوې څلورمه لوبه یې سبا غرمه ۱۲ نیمې بجې پیل شي.
نصرت الله عمرزی