هند کې توپان لګېدو ۱۲ کسان مړه کړي دي.

د هندي رسنیو راپورونو له مخې، ځايي چارواکو اعلان کړی چې دا توپان تېر ماښام ناوخته د هند سوېلي ساحل ته رسېدلی چې تر اوسه یې دولس کسان مړه کړي دي.
چارواکو دغه راز ویلي، چې له سیمې یې ۱۵۰ زره کسان له خپلو استوګنځیو ایستلي او خوندي سیمو ته یې لېږدولي دي.