د هند پلازمېنه ډهلي کې د اورلګېدنې له امله ۹ کسان وژل شوي دي او درې نور ټپیان دي.
اور لګېدنه د مالونو په یو ګودام کې رامنځته شوې، چې شاوخوا درې ساعته دوام یې کړی.
د اور وژنې مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې ټپیان د پېښې له ځایه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.