چهارشنبه , 15 مې 2024

هند کې د لاریونونو پر مهال شپږ کسان وژل شوي دي

د دې هېواد اُتَر پَردېش ایالت کې د تابعیت نوي قانون پر ضد لاریونونو کې شپږ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د نوي قانون له مخې له پاکستان، بنګله دېش او افغانستانه هند ته په غیر قانوني توګه تللو غیر مسلمان کډوالو ته د هند تابعیت حق ورکول کېږي، چې د دغه قانون پر ضد سخت لاریونونه راپورته شوي دي.

د هند په شمال اُتَر پَردېش ایالت کې د تابعیت نوي قانون پر ضد لاریونونه شوي، چې پر مهال یې لاریون کوونکو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې.

ځایي پولیسو رسنیو ته ویلي، پَردېش ایالت کې د لاریونونو پر مهال تاوتریخوالی رامنځته شوی، چې له امله یې شپږ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

هند کې لاریونونه هغه مهال رامنځته شول، کله چې د هند پارلمان کې د ډیسمبر په ۱۲مه د تابعیت قانون ترمیمېدلو پر مهال له افغانستان، بنګله دېش او پاکستان څخه غیر مسلم نا قانونه کډوالو ته د هند د تابعیت ورکولو غوښتنه وشوه، خو مسلمانانو ته د تابیعت دغه غوښتنه پکې نه وه.

په دې لاریونونو کې د هند حکومت زرګونه کسان ونیول او ان له څلورو څخه د ډېرو کسانو یو ځای کې راټولېدو باندې یې هم بندیز ولګاوه.

لاریونونو د تابعیت نوي قانونو وروسته د ډهلي په شمول د هند په مختلفو ښارونو کې راپورته شول، چې پر مهال یې د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ اخو ډب هم رامنځته شوی.

لاریونوال وایي، چې ولي مسلمانان په دې برخه کې له پامه غورځول شوي دي.