هند کې د نړۍ تر ټولو سترو ټاکنو نېټه اعلان شوه .

د هند د ټاکنو کمېسیون د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د عمومي ټاکنو له پاره رایې اچونه به د اپریل میاشتې په یولسمه نېټه پیل شي، په ۷ پړاونو کې به بشپړې او پایلې به یې د مئ میاشتې په ۲۳مه اعلان شي.

د ټاکنو د کمېسیون یوه چارواکي سنیل اروړا په ډیلي کې د دې اعلان پرمهال وویل، چې رایه اچونه به د اپریل له یوولسمې نېټې نه د مۍ میاشتې تر ۱۹ پورې دوام وکړي.

په هندوستان کې له ۹ سوو مېلیونو زیات کسان د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي او دوی به په ټاکلې موده کې د رایې اچونې په یو مېلیون مرکزونو کې خپلې رایې وکاروي.

د هندوستان په پارلمان کې ۵۴۳ څوکۍ دي، چې د حکومت جوړولو له پاره د ۲۷۲ څوکیو ګټل لازمي دي.

په ۲۰۱۴ کال کې په هندوستان کې عمومي ټاکنو ته د ۴۶۴ سیاسي ګوندونو څخه په خپلواکه توګه ۸۲۵۰ تنه کاندیدان ولاړ وه.