هند کې د کورونا قهر؛ د بالي ووډ اداکاران نورو هېوادونو ته روان دي

په هند کې د کورونا ویروس پېښې له حده زیاتې شوې دي او هره ورځ تر ۳۰۰ زرو څخه زیات کسان په کوروتا اخته کېږي، چې په روغتونونو کې د ناروغانو لپاره ځای نشته.

په داسې وخت کې د بالي ووډ فلمونو یو شمېر اداکاران هم له هند څخه بهر نورو هېوادونو ته روان دي، چې هندیان ورته ډېر په قهر دي.

مشهور اداکاران رنبیر کپور او عالیه بټ چې په دې وروستیو کې له کورونا ورغېدل، دواړه مالدیپ ته تللي دي چې ګډ وخت یو ځای تېر کړي.

همدا راز یو شمېر نور مشهور اداکاران بیا مخکې له مخکې له هند څخه بهر دي، ځینې يې کارونو کې مصروفه دي، خو نور رخصتۍ تېروي.

تازه د مشهور اداکار شاه رخ خان مېرمن ګوري خان او زوی اریان خان هم د امریکا نیویارک ته لاړل، چې عکسونه يې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.

په هوايي ډګر کې د دواړو عکسونو له خپرېدو وروسته هندیان ورته سخت غصه دي او په ټولنیزو رسنیو کې يې پرې نیوکې کړې دي، چې په بد وخت کې له هېواده تښتي خو یوه ورځ به بېرته همدې هېواد ته راستنېږي.

کاپي…