دوشنبه , 29 اپریل 2024

هند کې لا هم لاریونونه دوام لري

په دغه هېواد کې غیر مسلم کډوالو ته د تابعیت حق ورکولو نوي قانون پر وړاندې لا هم لاریونونه دوام لري، چې تر دا مهاله پکې ۲۳ کسان وژل شوي دي.

یاد لاریونونه چې د هند په مختلفو ښارونو کې رامنځته کیږي، ډېری وخت په تاوتریخوالي اوړي، چې پر مهال یې لاریونو کوونکو ته مرګ ـ ژوبله اوړي.

غیر مسلم کډوالو ته د هند تابعیت حق ورکولو پر ضد لاریونونو کې تر اوسه ۲۳ کسان وژل شوي دي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، په اتر پردېش ایالت کې له پولیسو سره په تازه شخړو کې نهه کسه وژل شوي دي، چې دې سره د وژل شویو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

د چارواکو په خبره، که لاریونونه همداسې دوام وکړي، ښایي په مرګ ـ ژوبله کې لا هم زیاتوالي راشي.

د عربي رسنیو راپورونه وایي، چې د تېرې ورځې په لاریونونو کې ځیني کسان په مرمیو وېشتل شوي، چې ډېری یې ځوانان وو.

خو د هندي پولیسو یو ویاند رسنیو ته ویلي، چې دوی یوازې له اوښکې بهونکي ګازه کار اخیستی دی.

د هند د تابعیت له نوې قانون سره سم د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش هغو اتباعو ته د هند تابعیت ورکول کېږي چې مسلمانان نه وي او له همدې امله چې ولې مسلمانان په دې برخه کې پامه غورځول شوي، لاریونونه دوام لري.