هند کې ۲۴۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

راپورونه وايي، هند کې د د یوه ریلګاډي د چپه کیدو له امله ۲۴۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۹۶ تنه په کې وژل شوي او ۱۵۰ پورې نور ژوبل شوي دي.

دا پیښه نن سهار وختي د کانپور ښار کې هغه وخت رامنځته شوې چې ریلګاډی له پټلۍ ووت.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، چې په دې پېښه کې د انسانانو پر مړینو د خپګان لپاره الفاظ نه لري.

د هند د رېللارو وزیر سورش پرابهو اعلان وکړ د هغه چا پر خلاف به ممکن سخت اقدام وشي چې په دې پېښه کې ملامتي په غاړه ولري.

باید وویل شي چې په هند او پاکستان کې د رېلګاډو مرګونې پېښې نسبتاً زیاتې کېږي ځکه چې د دواړو هیوادونو د رېللارې سیستم د انګرېزانو په وخت کې جوړ شوی او مدرن شوی نه دی.