هڅه مه کوئ، چې اولادونو ترمنځ توپیري چلند وکړئ

په هرې کورنۍ کې د یوه ماشوم وضعیت د نورو هلکانو په پرتله توپیر لري.

د بېلګې په توګه د مور او پلار تمرکز تر ډېره په لومړني زوی باندې وي، سر بېره پر دې مور او پلار د خپل لومړي زوی په اړه زیاته تجربه نه لري، په همدې اساس په هغه باندې پام ولري او کله هم د هغه د راتلونکې په اړه اندېښمن شي. معمولاً مور او پلار د راتلونکو اولادونو په اړه دومره حساس نه وي او له هغوی سره سخت چلند نه کوي، سربېره پردې مور او پلار د نورو مسایلو په اړه هم د خپلو اولادونو ترمنځ توپیر کوي او تر ډېره ښه پایله نه تر لاسه کوي .

د اشخاصو ترمنځ ځینې عادتونه ارثي دي، په یوې کورنۍ کې یو ماشوم په ډېرې آسانۍ له نورو سره همغږی کېږي؛ مګر بل ماشوم ډېر حساس او ژر خپه کېدونکی وي او یا دا چې یو ماشوم ښې ورزشي وړتیاوې لري او بل ماشوم له ذهني پلوه له ښو وړتیاوو څخه برخمن وي.

معمولاً نجونې او هلکان له بېلابېلو فعالیتونو او کړنو سره مینه لري، ښایي نجلۍ  یا هلک د مخالف جنس په کارونو کې ډېر زیات مهارت پیدا کړي .

سربېره پردې، هلکان له خپلو مور او پلار څخه بېلګه اخلي، اوس که چېرې  مور او پلار وړتیاوې له یو بل سره توپیر ولري، ښایي یو ماشوم له خپلې مور ځینې عادتونه او خویونه واخلي او د هغې په څېر شي او بل ماشوم له خپل پلار څخه  ځینې خویونه او عادتونه اخلي، چې په همدې ترتیب د دوی خویونه او عادتونه اخلي او په خپلو ځانونو کې حس کوي.

د ماشومانو روزل هم د هغوی پر شخصیت، لېوالتیاو او وړتیاو باندې ډېر زیات اغېز لري، که مور او پلار وغواړي او یا هم ونه غواړي د خپلو اولادونو شخصیت جوړوي او هغوی یوه مشخص لوري ته سوق کوي .

ځیني وخت پلار یا مور له خپلو اولادونو څخه یوه ته یې زیاته پاملرنه کوي او دا کار په نورو اولادونو باندې ډېره زیاته بده اغېزه کوي، کله چې یو ماشوم د خپل هغه کار په خاطر چې ترسره کړی یې دی د مور او پلار له خوا هڅول کېږي او ستایل کېږي، نور اولادونه یې هم هڅه کوي، ترڅو داسې عمل یا یو کار ترسره کړي، ترڅو مور او پلار یې دوی هم وهڅوي او وې ستایي .

هلکان له یو بل سره رقابت کوي، ترڅو یو د بل په څېر شي، خو دا کار سم نه دی، کله وخت یو له ماشومانو، له رقابت څخه لاس اخلي، هېڅ کار نه کوي او تسلیمېږي، دا ډول ماشوم هڅه کوي، له نورو تګلارو څخه په ګټه اخیستنې د پام وړ وګرځي، که چېرې هغه ونه شي کولای، چې د خپل مور او پلار پام ځانته را واړوي، نو ښایي بې لارې شي او په ښوونځي او یا کور کې د خپلې کورنۍ له پاره ستونزې را منځته کړي .

که څه هم تاسو باید د خپلو ماشومانو ترمنځ توپیرونو ته پام وکړئ، خو باید دې ته هم پام وکړئ، چې ماشوم مو په کوم ډول چې دی، په هماغه ډول یې ومنئ او هغه ته کافي پام وکړئ، له هغه سره مرسته وکړئ، ترڅو خپل استعدادونه وغوړوي او هڅه مه کوئ، چې هغه د کوم کار ترسره کولو ته اړ کړئ، خپل ماشومان له یو بل سره مه پرتله کوئ، ستاسو دا کار د دې سبب ګرځي، ترڅو یو ماشوم مو د حقارت او بل مو د غوره والي احساس وکړي .

درنو لوستونکو ! هیله مند یم، چې خپلو اولادونو ته پوره پاملرنه وکړئ د دوی په روزنه، تعلیم او ژوند په نورو مسایلو کې باید پوره دقت والی وشي، هغوی ته د ژوند کولو زمینې برابري شي، که خپلو اولادونو سره مو لږ ځان په تکلیف کړ، او د هغوی په روزنه کې مو ډېر فکر وکړ، نو راتلونکي به هم تاسې ښه په راحت کې واوسي او هم اولادونه به ټولنې ته وړاندې کړي وي، چې دا په ټولنه کې د هر فرد مسؤلیت او رسالت دی.

ليکنه: غلام رباني زیرک