هیوادپالنه

نادره او خورا اغېزمنه کیسه

کیسه کا یوه پاچا د یوه  ښار محاصره کولو په مهال د ښار اطراف کې خپلې لښکرې تم کړې، دوه جاسوسان یې ښار ته د دې له پاره ولیږل چې د سیمي نظامي او نور مختلف حالات ځان ته معلوم کړي.

جاسوسانو د ښار په څنډه کې یو سپين ږيری پیدا کړ، له هغه سره یو زلموټی هلک هم و، هغه ته یې وویل: ته غریب سړی یې ستاسو د ښار معلومات که راکړې موږ به ډېر مال او دولت درکړو، لکه ستاسو د لښکر شمیر، ښار ته تللې مهمي لارې او نور..

بوډا ورته وویل: زه دا کار کوم، خو په یوه شرط، هغه دا چې لومړی باید دا زلمی ووژنئ، څو زما خبره رسوا نه کړي، جاسوسان خوشاله شول په هغه ځای یې د هغه هلک سر له تنې بېل کړ، د هلک په وژنه او بهاندو وینو د سپين ږيري حالت سخت خراب شو او له سترګو یې د اوښکو ویالې روانې شوې.

جاسوسان سپین ږیري ته په تعجب کې شول، خو هغه ورلنډه کړه: تاسو دا زلموټی پېژنئ؟!

هغوی وویل: موږ یې څه پېژنو، دا به ته ښه پېژنې، د سپين ږيري پرمخ اوښکې روانې وې او جاسوسانو ته یې وویل: دا زما زوی دی!! او دا کار ما ځکه وکړ چې زه وېریدم که تاسو ته زما د انکار په صورت کې تاسو ما د هغه په مخکي ووژنئ نو هغه به تاسو ته له وېري زما د هیواد په اړه کوم معلومات درکړي. نو دا مې ښه وبلله چې هغه دې زما مخکي ووژل شي خو چې تاسو ته زما د هیواد د یوې خبري جاسوسي هم ونه کړي!!

دواړه جاسوسان د بوډا غیرت، د هیواد مینې او هیواد پالنې ته هک حیران شول، وروسته بوډا د خپل زوی تنه په غیږ کې ونیوله او دوی له هغه ځایه بېرته ستانه شول، پاچا ته ورغلل او دا کیسه یې ورته وکړه، هغه سمدستي لښکرو ته امر وکړ چې هلئ ژر تر ژره  بېرته ستنیږئ او له دې ښاره غوږونه پناه کوئ، د کوم هیواد پلرونه چې له خپل هیواده د خپلو زړونو ټوټې او زامن قربانوي؛ هغوی سره موږ ډغره نشو وهلی او نه په هغو بریالي کیدلی شو.

خدای دې وکړي په کیسه مې پوه کړي وئ، نوره نو کیسه دومره سپینه او اغېزمنه ده چې وېریږم زما تبصره ستاسو د عبرت اخیستلو فکر کې خنډ نشي. نو ګرانو هیوادوالو ته د “هیواد پالنې” په “کمزورې متاع” غور په کار دی.

لیکنه: حامد افغان