هیڅکله اووه (۷) دردوونکې پوښتنې له چا مه کوه

1:- هیڅکله له یتیم نه دا پوښتنه مه کوه چې مور یا پلار دي کله مړه شوی،
یا ولي مړه شوی؟
2:- هیڅکله له چا دا پوښتنه مه کوئ چې زوی ېا لور دې کله یا ولي مړه شول؟
3:- هیڅکله له بې روزګاره شخص نه د خلکو په مینځ کې پوښتنه مه کوه چې ولي څه کاروبار نه لري؟
4:- هیڅکله له شنډې ښځې یا شنډ سړي څخه دا پوښتنه مه کوه چې ماشومان دي ولي نشته؟
5:-هیڅکله له هغه چا نه چې پر مخ یې څه داغ وي پوښتنه مه کوه چې دا مخ دې ولي داسي دی؟ ځکه چې مخ د عزت او کرامت ځای دی او هیڅوک نه غواړي عزت یې تر پښو لاندې شي.
6:- هیڅکله له میلمه نه مه پوښته چې ډوډۍ یا چای راوړم؟ بلکې له پوښتنې پرته که د ډوډۍ وخت وي ډوډۍ راوړه او که د چایو وخت وي چای ورته راوړه.
7:- هیڅکله د خلکو د خندونې لپاره پر خپل ملګري ملنډې مه وهه ځکه چي دا ډیر دردوونکی وي.