هېرشوی هلمند او د نا امنۍ نوې هڅې

لیکنه: ارشاد رغاند

 د سویلي ولایت هلمند نوم له څه ځنډ وروسته یو ځل بیا رسنیو د نوو جګړو د ترسره کیدو له خبرونو سره یو ځای ډېریاد کړ. د راپورونو مطابق د دې جګړه ځپلي ولایت په څلورو ولسوالیو کې بیا وسله والو مخالفینو د افغان ځواکونو خلاف نوي بریدونه او تحرکات پیل کړي. په دې ترڅ کې د درنو نښتو ترڅنګ له نویو جګړه ځپلو سیمو څخه د نیږدې دوه زرو کورنیو د کډوالیدو خبرونه هم خپاره شوي دي. د هلمند د نا امنه کولو نوې هڅې مختلف هدفونه،عوامل او دغه وضعیت ته د رسیدو ځینې سببونه لري،چې دلته ورته کتنه کوو: د نیشه یي توکیو جګړه هلمند د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی،چې له شدیدو محرومیتونو،حساسې جغرافیې او ورته د دولت له کمزورې پاملرنې څخه په تېرو څو کلونو کې د دولت وسله والو مخالفینو او د نیشه یي توکیو قاچاقبرو د خپلو هدفونو او ګټو د ترلاسه کولو لپاره ډېره ګټه واخیسته. د هلمند سنګین ولسوالي هغه سیمه ګڼل کیږي،چې هم وسله وال او هم قاچاقبران ترې د خپلې ترانزیتي لارې په توګه ډېره ګټه اخلي او له دې کبله یې ډېرکله د نا امنه کولو هڅې کوي. د هلمند جګړې ته ترډېره د نیشه یي توکیو د جګړې نوم ورکړل شوی،تردې چې تر تېرکاله پورې په دې ولایت کې مېشت برتانوي پوځیان هم په دغه مرموزه جګړه کې په لاس لرلو او د خپلو پټو هدفونو په تعقیبولو تورن شوي وو. ولسمشرکرزي د لندن سرمشریزې د وروستۍناستې په حاشیه کې برتانوي رسنیو ته ویلي وو،چې هلمند ته د برتانوي پوځیانو تر تلو مخکې د دغه ولایت وضعیت ارام او ښه و. د دغو پوځیانو په اړه تردې ادعا اخوا چې په نیشه یي کاروبار او نورو مرموزو لوبو کې ښکېل دی،یو تور دا پورې شوی و،چې د خپلو تلفاتو د کمښت او وضعیت د ښه والي او خپل نوم ښه کیدو په خاطریې له نیشه یي کاروباریانو او د هغوی له ملاتړو وسله والو سره د وضعې د ښه ساتلو لپاره ځینې پټې هوکړې او سازشونه لرل. د هلمند په جګړه کې د نیشه یي کاروباریانو ترڅنګ د دولت وسله والو مخالفینوهم په ځانګړي ډول هغو کړیو یې چې له ګاونډیو هېوادونو څخه یې د تمویل او رهبرۍ فیصدي لوړه وه،د خپلو اهدافو،ګټو او ورکړل شویو طرحو د پلي کیدو لپاره ډېره ګټه واخیسته. ګاونډي پاکستان د هلمندله نارامۍ څخه تردې حده په مختلفو برخو کې ګټه پورته کړه،چې یوځل دغه هېواد ته د هغو پوځي وسایلو د اره کیدو او قاچاق کیدو راپورونه ورکړل شول،چې په دې ولایت کې له مېشتومخکینیو بهرنیو سرتېرو سره یې تړاو و. تبلیغاتي اهداف له هلمند څخه د نا امنۍ په وروستیو هڅو کې د دولت وسله وال مخالفان په ډېرګومان د نیشه یي توکیو تازه قاچاق ته د زمینه برابرولو ترڅنګ دا هدف هم لري،چې د تبلیغاتي هدف په توګه د نا امنیو له نویو هڅو څخه ګټه واخلي. وسله وال له لویه سره په ټول هېواد کې دخپلو وروستیو ماتو د جبران لپاره هم دغسې تبلیغاتي هڅوته اړتیا لري او دا هڅې له هلمند څخه د نورو سیمو په پرتله ډېر رسنیز او اغېزناک ارزښت لرلای شي. پرافغان حکومت پړه اچول کیدای شي،چې هلمند یې تر نسبي توجه،رغولو او با امنه کولو وروسته هېرکړی او وسله والو ته یې د اوسنیو فعالیتونو د ترسره کولو سهوي چانس ورکړی. په دې ترڅ کې که له یوه اړخه حکومت ته له کراریدونکو سیمو څخه د اضافي سرتېرو د نه ویستو اړتیا جوته شوه او باید دا اړتیا پوره کړي،دا یې هم مسولیت دی،چې د نویو کډوالو ستونزو ته عاجله رسیدګي وکړي.