هېواد کې د کرونا ويروس مثبتو پېښو شمېر ۵۲۲۶ ته رسېدلی

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې د هېواد په کچه ۲۵۹ د کرونا ویروس مثبتې پېښې اضافه شوې دي، چې په دې سره ټول هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۲۲۶ ته پورته شوی دی.

د یاد وزارت د مسوولینو په خبره تېره یوه شپه او ورځ کې په کرونا ويروس اخته ۵ ‌کسان مړه شوي او ۴۲ نور‌ ښه شوي دي.  د یاد ویروس له امله تر اوسه افغانستان کې ټول ټال ۱۳۲ تنه مړه شوي او ۶۴۷ نور بیا بېرته ښه شوي دي.