هېواد کې لا هم اسیران او بندیان ځورول کیږي

 

دغه څرګندونې د افغانستان د بشري حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل د شکنجه شویو نه د ملاتړ د نړیوالې ورځې په مناسبت وکړې.

د لعل په وینا اوس هم په  هېواد کې د بیلا بیلو لاملونو له امله د اسیر شویو او بندیانو ځورونه دوام لري چې دا د اندېښنې وړ دي.

د لعل په وینا لا هم په بېلابېلو پلمو اسیران او بندیان د بېلابېلو خواوو په واسطه ځورول کېږي او کوم ډول چې لازم او قانوني دي، له بندیانو او اسیرانو سره چلند نه کېږي او په بدني او روحي ډول ځورول کیږي.

لعل زیاتوي، په هېواد کې د شکنجه کېدو د پېښو د شمېر په اړه څه ونه ویل، خو د لامل په اړه یې وویل چې ددې ستونزې ستر لامل د عامه پوهاوي نه شتون دی.

لعل همدا راز وویل، چې په ځنیو مواردو کې د ځورولو د لارې معلومات تر لاسه کیږي چې، دا چاره د بشري حقونو سره په ټکر کې ده.

تر دې وړاندې هم د طالبانو او افغان حکومت له لوري په زندانونو کې له بندیانو او اسیرانو سره ناوړه چلند او د هغوی پر وړاندې د زور زیاتیو راپورونه خپاره شوي وو.

په ورته وخت کې ځینې شکنجه شوي کسان بیا شکایت کوي، چې د بند یا اسیر کېدو پر مهال ورسره ناوړه چلند شوی چې اوس ورته ګڼې رواني او جسمي ستونزې جوړې شوي دي

د یادونې وړه ده، چې د افغانستان جزا قانون او ځنیو نورو قوانینو کې دا موضوع صراحت لري چې هېڅوک په بند خونو کې د بندیانو او اسیرانو د ځورونې حق نلري.