هېواد کې ۱۴۷ کانونه د استخراج لپاره په نښه شوي دي

د کانونو او پېټرولیم وزرات ویلي، چې ۲۹ ولایتونو کې ۱۴۷ کانونه د استخراج لپاره ټاکل شوي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وایي، اوسمهال د لسو کانونو استخراج پیل دی، چې د شوکاڼي، مالګې، کرومایټ او ټیله ډبرو دي.

د نوموړي په وېنا په ۲۹ ولایتونو کې ۱۴۷ نور هغه کانونه د استخراج لپاره په نښه شوي دي، چې په رغنیزو او ودانیزو چارو کې ګټور دي.