mosque

والدينو ته د فنلنډ د يوه پوهنتون د رئيس نصيحتونه:

ژباړه: ظاهر عمار

۱. که شتمني مو ډېره وي، خپل اولادونه پرې تقويه کړئ؛ نه دا چې ځمکې او کورونه ورته پرې واخلئ.

۲. خپله اضافي شتمني مو د هغوی په پرمختګ مصرف کړئ. بهترين علوم ورزده کړئ، پلان ورته جوړ کړئ چې حدِ اقل دوه نورې ژبې زده کړي او که امکان يې وي، درې يا څلور ژبې.

۳. هغوی ته ورزده کړئ چې په ژوند کې برياليتوب يوازې د ښوونځي او پوهنتون برياليتوب نه دی ځکه الله تعالی خپل هر بنده ته يو ځانګړی نعمت او استعداد ورکړی. نېکمرغه هغه دی چې دا نعمت او استعداد کشف کړي، هوښيار هغه دی چې له خپل استعداد سره سم کار وکړي او بريالی هغه دی چې خپل استعداد په کار واچوي.

۴. د خپلو اولادونو استعدادونه کشف کړئ، وده ورکړئ، ورته ووايئ چې ګټه ترې واخلي او په مرسته يې لوی انسانان شي.

۵. هغه کور چې په جوړولو يې ستاسې ټول عمر ضايع شوی او ټوله شتمني مو پرې مصرف شوې، اولادونه مو کولای شي په لږ مصرف او لږ وخت کې تر هغه ښه کور جوړ کړي، په دې شرط چې تاسې خپله شتمني او هڅې د هغوی د شخصيت په جوړولو مصرف کړئ.

۶. له زوی مو منحصر به فرد شخصيت جوړ کړئ، نه دا چې د بل چا په شخصيت کې يې رنګ کړئ. زوی مو مفيد او باثمره کړئ، نه دا چې د مېوې تيار باغونه ورته په ميراث پرېږدئ.

۷. مال، کور او ځمکه مو د اولادونو له پاره حقيقي ميراث نه دی بلکې تعليم‌يافته اولادونه ستاسې حقيقي ميراث دی.