واني کپور او ايوشمان کهرانه د نوي فلم ثبت پيل کړ

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکاران ايوشمان کهرانه او واني کپور په لومړي ځل د ډايريکټر ابيشيک کپور په راتلونکي فلم کې کار کوي، چې د فلم کيسه د مينې په اړه ده.

دا فلم چې څو مياشتې مخکې يې اعلان شوى و، تراوسه پورې يې د نوم په اړه څه نه و ويل شوي، خو اوس يې نوم هم اعلان شو. د دې فلم نوم (چنديګړ کرى عاشقي) دى، چې ايوشمان کهرانه او واني کپور به پکې مرکزي کردارونه ترسره کړي.

د دې فلم ثبت پيل شوى دى او ايوشمان کهرانه په انسټاګرام کې د فلم ځينې عکسونه خپاره کړي دي، چې د فلم مرکزي ښځينه اداکاره واني کپور هم ورسره ده.

ايوشمان کهرانه له دې عکسونو سره په کېپشن کې ليکلي دي چې زما راتلونکى دمه ځاى زما پلرنى ښار چنديګړ دى، چې زه پکې په لومړي ځل د فلم ثبت کوم.

هغه همدا راز ليکي، د ابيشيک کپور د مينې دا فلم (چنديګړ کرى عاشقي) ته ډېر لېواله يم.

په دې فلم کې ايوشمان کهرانه د يو ورزشکار کردار لوبوي، چې د دې لپاره يې نه يوازې دا چې خپل لک بدل کړى دى، بلکې په خپله باډۍ کې يې هم ډېر تغير راوستى دى.

د يادولو وړ ده چې په ګرځبندېز کې تر نرمښت وروسته واني کپور له دې مخکې په سکاټلېنډ کې د اکشى کمار سره د (بيل باټم) فلم ثبت بشپړ کړ او له هغه ځايه چې بېرته راستنه شوه، نو د دې فلم لپاره يې ثبت پيل کړ.

په ٢٠٢٠ کال کې د ايوشمان کهرانه دوه فلمونه نندارې ته وړاندې شوي دي، چې دواړه فلمونه خلکو ډېر خوښ کړي. يو فلم يې (شب منګل زياده ساودان) و چې په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شوى و او له هغه وروسته يې بل فلم (ګلابو سيتابو) په انلاين بڼه خپور شو، چې اميتاب بچن او ايوشمان کهرانه پکې مرکزي کردارونه لوبولي و او خلکو دا فلم ډېر خوښ کړ.

 

کاپي هنرستان…