واورو او سخت توفان د سالنګ لويه لاره له تېرې شپې راهيسې د ترافيکو پر مخ تړلې.

د هندوکش په لوړو غرونو کې له څه باندې دوه کيلومتره اوږد تونل څخه تېریدوونکي دغه لار د هېواد مرکز له شمالي ولايتونو سره نښلوي.د سالنګونو د ساتنې او مراقبت امر جنرال عبدالرجب رسنیو ته وويلي، چې په سالنګونو کې له تېر مازيګر راهيسې واوره اوري او د شپې له ١١ بجو راهيسې دغه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده .ده وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې په سوېلي سالنګ کې ٦٠ سانتې متره او په شمالي سالنګ کې ٤٠ سانتي متره واوره اورېدلې او اوس هم اورښت دوام لري.هر کال په ژمي کې په سالنګونو کې سختې واورې اوري او کله نا کله مسافر هم له سختو ستونزو سره مخ کوي. څلور کاله وړاندې (د ١٣٨٨ کال په سلواغه مياشت کې) په سوېلي سالنګ کې واورو ګڼ شمېر موټر لاندې کړي وو ، چې له امله يې ١٧٠ تنه مړه او ١٢٥ نور ټپيان شوي وو.