واورې او ورښتونو ۴ کسان وژلي او ۲۵ یې ټپیان کړي

د هېواد د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت خبر ورکړی، چې په دای کندي او غزني ولایتونو کې واورو او ورښتونو ۵ کسان مړه کړي او ۲۵ نور یې ټپیان کړي دي. د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت په وېنا دغو ورښتونو دای کندي ولایت کې ۴ کسان مړه کړي او ۲۵ یې ټپیان کړي او غزني کې هم یو تن د ورښتونو له کبله مړ شوی دی. ورښتونو له کبله خلکو ته په داسې حال کې ځاني زیان اوړي، چې د هېواد د هوا پېژندنې ادارې د دوشنبې په ورځ په ۲۲ ولایتونو کې د درندو واورو او ورښتونو خبر ورکړی و.