واړه توپیرونه لویې بریاوې زيږوي

هره ورځ لږ تر لږه دریو کسانو ته داسې خبرې وکړئ چې پخپله پرې د خوشالۍ احساس وکړی.

د دعا کولو لپاره ځانګړی وخت په پام کې ونیسئ.

له ځان سره پرېکړه وکړئ چې له داسې کسانو سره به ملګرتیا پالی چې ټول وخت مثبت فکر کوي. له منفي بافه خلکو سره ګرځېدل مو د پرمختګ مخه نيسي.

د باران اورېدو پر مهال کله نا کله چترۍ مه کاروئ، پرېږدئ چې ماشومتوب مو در ياد شي.

ډېر څه شته چې په یو ځل نه ترلاسه کېږي، که په رښتیا غواړی چې یو څه لاس ته راوړی، تر یو ځل ډېره هڅه وکړئ.

مینه موخو ته د رسېدو تر ټولو ښه وسیله ده؛ که غواړی چې موخې ته ورسېږی، نو مینه ورسره ولرئ.

د اونۍ یوه ورځ مو د خپلو بریاوو او ښو خاطرو نمانځلو ته ځانګړې کړئ، څو د نورو بریاوو دروازه هم درته خلاصه شي.

له خوش خلقه ملګرو سره مو ناسته پاسته کوئ چې په ليدو مو يې زړه خوشاله او روح تازه شي. خپلې خوښۍ له نورو سره هم شريکې کړئ چې لا ډېرې شي.

سرچینه:سپوږمۍ