وخت اصلي پانګه ده

ژباړه: حمیدالله حمیدي

که له تاسو وپوښتل شي چې څه پانګه لری، کېدای شي ووایاست، زه یو کور، دومره ځمکه او یا هم موټر لرم. دا ټول کېدای شي ستاسو د خواریو او زیار پایله وي؛ خو دا باید ومنو چې کتابتون د یوه زده کوونکي او  بایسکل د یوه ماشوم پانګه ده، د مور او پلار لپاره اولادونه او د یوه محصل لپاره یې خپله تحصيلي څانګه هم پانګه ګڼل کېدای شي.

په حقیقت کې ویلای شو چې هر څوک د ځان لپاره یوه مادي پانګه لري، معنا دا چې ټول هغه څه چې انسان یې لري او ور څخه ګټه اخلي، د هغه پانګه بلل کېدای شي. کله چې د شتمنۍ خبره کوو، نو زموږ ذهن ته يوازې د مادياتو انځور راځي، خو پر دې باید پوه شو چې له مادي شیانو پرته نور څه هم د انسانانو په پانګه کې راځي.

وخت د انسانانو ګډه پانګه ده. موږ په ورځو ورځو او میاشتو میاشتو له دې پانګې د خپلو ورځنیو چارو د پر مخ بېولو لپاره ګټه اخلو، خو تر اوسه مو یې په اړه فکر هم نه دی کړی. که دا پانګه مو له لاسه ووته نو هر څه مو له لاسه وتلي دي.