وخت تېرېدونکی دی ګټه باید څه ډول ترې واخلو

لیکنه: حسيب الله سجاد

وخت تېرېدونکی دی او دې ته نه دریږي ترڅو ته د غفلت له خوبه ویښ شې او لمر هم نه دریږي بلکه وخت تېرېدونکی دی او هر څوک چې ناوخته د غفلت له خوب څخه راويښ شي نو د وخت سرمایه او شتمني به یې ډېره کمه او کم فرصتونه به ترلاسه کړي.

هغه کسان څومره بې موخې ژوند لري چې وایي وخت څومره زر کېدای شي چې تېر شي په داسې حال کې چې زر یا ناوخته هر ډول چې وي یو کوچنی ترڅو ځوانۍ ته رسیږي او ځوان زړیږي او سپین ويښتان په تورو ویښتانو غلبه پیدا کوي او کمزوري د پیاوړتیا او وړتیاوو ځای نیسي او انسان د مرګ څنډې ته نږدې کیږي.

ځيرک، هوښیار او ویښ انسانان له وخت څخه غوره ګټه پورته کوي او زر تېرېدو ته یې نه پریږدي، خو ناپوه انسانان دا فکر کوي چې وخت دریږي ترڅو دوی ویښ شي، حوصله پیدا کړي او په خپل حال راشي، په داسې حال کې چې دا ډله خلک پس پاتې دي او دغه ډول فکر حتی پیاوړي خلک هم له خپل بریالیتوب څخه وروسته غورځولي دي

تاسې کولی شئ چې د ساعت عقربه ودروئ خو نشئ کولئ لمر ودروئ او نشئ کولئ شپه او ورځ ودروئ، نو باید په ډېره هوښیارۍ د وخت ساتنه وکړئ او د تلپاتې بریالیتوب او تلپاتې ارزښتونو لپاره ورڅخه ګټه پورته کړئ او په ښه وخت ساتنه یو ویاړلی ژوند ولرئ.

علامه مناوي داسې وايي: «د هر چا چې ورځ تېره شي حق یې ادا نه کړي ضرورتونه پرځای نه کړي عزت لاسته رانه وړي، د یادولو وړ کړنې ترسره نه کړي، خیر او نیکي، علم او پوهه ترلاسه نه کړي نو په ځان یې ظلم او زیاتی روا ګڼلی او د هغه ورځې حق یې نه دی ادا کړئ.»