وخت د ژوند شتمني ده

لیکنه: حسيب الله سجاد

وخت د هر انسان د ژوند شتمني ده او هر هغه څوک چې وخت په وړیا ډول بې‌ځایه تېر کړي؛ نو په حقیقت کې یې خپل ژوند تبا او برباد کړ نو په ښه وخت ساتنه ژوند له خیر او برکته ډکېږي او د انسان سرلوړۍ ته لاره جوړوي ځکه کولی شي هم یې دنیا آباده کړي او هم یې د آخرت لپاره ښه توښه برابره کړي.

امام ابن قیم داسې وايي: «د انسان حقیقي عمر همدا وخت دی».

حضرت حسن بصري داسې وايي؛ «یَا ابْنَ آدَمَ، اِنَّمَا اَنْتَ اَیَّامُ مَجْمُوْعَةٍ، کُلَّمَا ذَهَبَ یَوْمٌ، ذَهَبَ بَعْضُکَ».

اې د آدم زویه! ته د هغه ورځو ټولګه یې چې په خپل ژوند کې یې تېروې، کله چې یوه ورځ تېریږي ستا د عمر یوه برخه ورسره کمیږي.

ډېری انسانانو په دغه دنیا کې داسې ژوند کړی او ډېری داسې ترې رخصت شوي او له دې دنیا سره یې داسې مخه ښه کړې ده، چې فکر کېږي په دې دنیا کې یې ژوند نه دی کړی ځکه د وخت له ملغلرو څخه یې ګټه نه ده پورته کړې او په بې‌پروایۍ کې یې ژوند تېر کړی دی، او نه یې داسې څه له ځانه په میراث پرېښي دي چې د تاریخ په پاڼو کې یې نوم پرې ثبت شي.

اوس هم ډېر ژوندي کسان په ځمکه داسې ژوند کوي چې یوازې خوري، څښي او ویده کیږي؛ خو د دین او دنیا لپاره داسې کړنه نه ترې لیدل کېږي او داسې نېک قدم نه اخلي او نه داسې مثبت فکر د خپل ځان او یا نورو لپاره لري چې داسې فکر کېږي چې دوی ژوندي نه دي او داسې مړي دي چې په نامعلوم لوري د ځمکې پرمخ خوځښت کوي.

داسې انسانان هم شته چې عمر یې سراسر له خیر او ګټې څخه ډک دی په پیړیو او کلونو مخکې یې ژوند کړی دی او له دې فاني نړۍ څخه مخکې تللي او د سفر بستره یې تړلې ده خو نن داسې فکر کېږي چې دوی ژوندي دي ځکه نوم او کړنې یې هرځای پاتې او په پراخه کچه تر هرچا رسېدلې دي او انسانان د هغه څخه خپل ځان خړوبه کوي.

یو له علماؤ څخه داسې وایي: «کله چې یوه دقیقه له لاسه ورکړم نو یو ساعت هم له لاسه ورکوم، او که چېرې یو ساعت له لاسه ورکړم او بې‌ځایه یې مصرف کړم یوه ورځ هم له لاسه ورکوم، او که چېرې یوه ورځ له لاسه ورکړم نو ټول ژوند مې له لاسه ورکړی دی».

نور بيا…..