حمزه بابا شعرونه
ورانه دا دونیا کړه ربه بله دونیا جوړه کړه
دا ډکه د غم ده یو بې غمه دونیا جوړه کړه
دلته څوک حاکم دي څوک محکوم او څوک آقا غلام
نه وي چه تضاد پکې یوه سمه دونیا جوړه کړه
دا ده د فرعون ، هامان ، شداد او د قارون دونیا
نه وي ظلم زور چې پکې دغه دونیا جوړه کړه
دلته خاوندان د محلونو دي خدایان ربه
بله بس د خټو بې محله دونیا جوړه کړه
وایم زه حمزه ربه په کار کې دې کار نه لرم
هسې مې خیال راغی یو بدله دونیا جوړه کړه