ورزشكارانو ته لس سپارښتنې

.١-سپورت ته هيڅ كله هم د هسې وخت تېرولو په سترګه مه ګورﺉ.

.٢-كلپ ته په وقار او سكون ځئ او په لاره د خداي ذكر كوﺉ.

.٣-له هرې سيالۍ څخه مخكې خداي ته دعا وكړﺉ او د بريا غوښتنه تري وكړﺉ.

.٤-كله چي مقابل كس درباندي بريالي شو هيڅ كله هم رخه او حسد ورسره ونكړﺉ.

.٥-له داسي خبرو چي ملګري در ځنې خفه كيږي ځان وساتئ

.٦-د سيالۍ په ګټلو سره متكبر نشئ, ځكه خداي متكبر بنده نه خوښوي.

.٧- څوك چي په كلپ كې كمزوری وي هيڅ كله هم پرې مسخره ونكړﺉ.

.٨-كه كوم يو په سيالۍ كې پاتې راغی كله هم پري ونه خاندﺉ.

.٩-كله مو چي برياليتوب لاسته راوړ پر بايلونكي ځان بريالي ونه بلئ.

.١٠-هيڅ كله هم د كوڅو او د سړك پر سر خلكو ته زيان ونه رسوﺉ. په ځانګړي توګه چي موټر در سره وي.

سرچينه:المجتمع

ژباړه:زاهد جلالي