وزګار خلک هېڅکله هم وخت نه لري

ژباړه: حمیدالله حمیدي

که د لنډ سفر تکل لری، ضرور به له ځانه پوښتی چې له چاسره ولاړ شم؟ کوم وخت مناسب دی؟ د تلو له څه ډول وسیلې کار واخلم؟ څومره وخت باید هلته پاتې شم؟ او کوم وسايل را سره یوسم. کله چې د یوې لنډې مسافرۍ هوډ لرو، اړ یو مخکې له مخکې پروګرام جوړ کړو او له ځانه ګڼ شمېر پوښتنې وکړو، نو بیا ولې د خپل ورځني ژوند لپاره هم دغه ډول کاري مهال وېش نه جوړوو؟ راځئ دغه اصل ومنو او د هر کار له ترسره کېدو مخکې پروګرام جوړ کړو.

جوړ شوی مهال وېش باید داسې ځای کېښودل شي، چې هر وخت ورته لاسرسی ولری. که کمپیوټر ته لاس رسی لری، کولای شی خپل ټول کاري پروګرامونه پکې ځای پر ځای کړی، خو یو څه باید له پامه ونه غورځول شي چې هغه وخت دی، ځکه وخت په هر کار کې اړین رول لوبوي او د پانګې د له منځه تلو مخنیوی کوي.

ډېری کسان شکایت کوي او وایي چې وخت نه لري؛ خو په اصل کې داسې نه ده. شوپنهار وایي «وزګار کسان هېڅکله هم وخت نه لري» که غواړی چې په رښتیا یو کار تر سره کړی، له خپل وخت څخه ګټه واخلئ او یا هم خپلې موخې ته ورسېږی، نو اړ یی چې ځینې بې ګټې کارونه پرېږدی.