وسله والو طالبانو تېرو دوه میاشتو کې ۷۸۹ ملکیانو ته مرګ – ژوبله اړولې

د فغانستان ملي امنیت شورا راپور ورکړی چې طالبانو له امریکا سره د سولې له هوکړې راوروسته د فبروري له ۲۹ څخه د اپریل تر ۱۹مې پورې ۳۳۷ ملکي افغانان وژلي، ۴۵۲ نور یې ژوبل کړي او ۱۶۴ ولسي افغانان يې برمته نیولي دي. د امنیت شورا د طالبانو لخوا ولسي وګړو ته د مرګ – ‌‌ژوبلې اړولو او برمته کولو ته په اشارې ویلي، چې طالبان د سولې د راوستلو په برخه کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي. که څه هم وسله ‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو له دې وړاندې یې امریکا او متحدین د سولې له تړون څخه پر سرغړونې تورن کړي وو. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي هم تېره اونۍ په خپل راپور کې ویلي و، چې د ۲۰۲۰ په لومړیو ۳ میاشتو کې د ۱۵۰ ماشومانو په ګډون ۵۳۳ تنه ولسي وګړي په افغانستان کې د تاوتريخوالي له امله وژل شوي او ۷۶۰ نور ټپیان شوي دي.