عیسی محمد قلمیار وسله والو طالبانو تېره ورځ ناوخته د زابل د مرکز کلات اړوند د ازارتک سیمه کې له ځان سره بيولی دی.
د زابل والي رحمت الله یارمل وایي، چې عیسی محمد قلمیار تېره ورځ د زابل شاجوی ولسوالۍ ته تللی و، چي مرکز کلات ته د راتګ پر مهال طالبانو نيولی او له ځان سره يې بيولی دی.
که څه هم د وسله والو طالبانو ویاندویانو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د
( باوري ) په نوم په زابل کې د وسله والو طالبانو یوه ځایي قومندان پر ټولنیزو رسنیو د نیول شوي خبریال عکس خپور کړی او ویلي یې دي، چې د زابل د ملي رادیو تلویزون خبریال یې د بندیانو په لیست کې اضافه شوی.