وسله والو طالبانو زابل کې لس امنیتي ځواکونه وژلي

د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حق بیا وايي لس تنه دولتي ځواکونه د زابل – کندهار لویې لارې په اوږدو کې د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوي. هغه وايي چې په دغې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده د هغه په وینا دغه ځواکونه د لویې لارې د امنیت د څېړنې لپاره دغې برخې ته تللي وو چې د طالبانو له کمین سره مخامخ شول طالبانو هم تراوسه د دغې پېښې پړه نه ده منلې. دا په داسې حال کې ده چې د سرچینو په وینا، د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ یو نه اعلان شوی اوربند د اجرا په حال کې دی.